Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    افریقایي سیمې د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د سکرینینګ ستراتیژیو غوره کولو ته وهڅول شوې

    اکتوبر 22, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Lahore UpdateLahore Update
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Lahore UpdateLahore Update
    کور » د مېبرو/ Mibro له خوا بازار ته د نوو Lite3 Pro ځیرک ساعتونو وړاندې کول: د ښاري مسلکیانو لپاره د کار او ژوند تر منځ د توازن ملګری
    PR Newswire

    د مېبرو/ Mibro له خوا بازار ته د نوو Lite3 Pro ځیرک ساعتونو وړاندې کول: د ښاري مسلکیانو لپاره د کار او ژوند تر منځ د توازن ملګری

    جولای 5, 2024
    Facebook Twitter Pinterest LinkedIn Tumblr Reddit WhatsApp Email

    شينژین، چين، د جولای 1، 2024 /PRNewswire‏/ — Mibro چې د ZhenShi د معلوماتي تکنالوژۍ برنډ دی، د Mibro Lite3 Pro په نوم یې خپل نوی محصول بازار ته وړاندې کړی. دغه پرمختللي ځیرک ساعت په دې موخه طراحي شوی ترڅو د ښاري مسلکیانو لپاره د کار او ژوند ترمنځ ته توازن ته بهبود ورکړي او همدارنګه د هغوی سلامتیا ته لومړیتوب ورکوي.

    ویډیو –  https://mma.prnewswire.com/media/2448654/Mibro_Watch_Lite3_pro_EN_0625.mp4

    Mibro Lite3 Pro د 1.32 اېنچه AMOLED خورا ښه HD سکرین په لرلو سره یو ښکلی محصول دی چې حتی په روښانه بیروني شرایطو کې استثنايي روښانتیا وړاندې کوي. دا په AOD (همېشه په ننداره کې) او داسې روښانه سینسر سره سمبال دی چې د تطابقي سکرين رڼا له 255 کچو سره ملاتړ کوي، او په هر ډول روښنايۍ کې غوره لید یقيني کوي.

    د فېټنېس د مینه والو لپاره، Mibro Lite3 Pro یو مسلکي ورزشي ملګری دی چې د ورزش د پراخه لړۍ لپاره 150 سپورتي موډلونه او 18 مسلکي الګوریتمونه وړاندې کوي. د دغه ځیرک ساعته 10 محوره حرکت سنسور د حرکت دقیقه څارنه یقيني کوي، په داسې حال کې چې SeekBeatsTM الګورېتم له ورزش وروسته ژور لید وړاندې کوي. د 5ATM په انداه د اوبو پر وړاندې د مقاومت او د لامبو د ځانګړو موډونو په لرلو سره، دغه ساعت په بشپړ ډول د لامبويي ورزشونو لپاره مجهز دی، او کاروونکو ته اجازه ورکوي ترڅو په حوض کې خپل د فېټنېس رژیم ته په بې ساري ډول پراختیا ورکړي.

    سرپېره پردې، دغه ځیرک تلفون په یوه کلېک سره د زنګ وهلو ځانګړتیا وړاندې کوي. په دې سره کاروونکي کولای شي په یوې ساده اشارې سره تلفوني اړيکې ځواب کړي او په کار او ورزش کې غوره اتصال یقيني کوي.

    د Mibro د محصولاتو ډایرکټر وویل، د Mibro Lite3 Pro په تولید سره زموږ موخه د داسې ځیرګ ساعت جوړول وو چې په بې ساري ډول زموږ د کاروونکو په ژوند کې مدغم شي. د روغتیا د څارنې د پرمختللو ځانګړتیاوو په لرلو او شيک ډیزان په لرلو سره، Mibro Lite3 Pro د هغو کسانو لپاره عالي محصول دی چې غواړي د خپل کار او ژوند ترمنځ تعادل رامنځ ته کړي.

    Mibro Lite3 Pro د روغتیا د څارنې په هراړخیزو ځانګړتیاوو باندې سمبال دی، چې د زړه د ضربان په دقیقه توګه څاري او په ورته وخت کې د وینې د اوکسېجن کچه اندازه کوي، ذهني فشار یا سټرېس په ګوته کوي، او د تنفسي ورزشونو په اړه لارښوونې کوي. د لا ډېرې هوسايۍ لپاره، دغه ځیرک ساعت د فیزیولوژيکۍ دایرې د څارلو ځانګړتیا لري، چې په دې سره د ښځینه کاروونکو لپاره په یوه ملاتړي ملګري باندې اوښتی دی.

    له نوښتیزو ځانګړتیاوو او عملیو ها خوا، Mibro Lite3 Pro همدارنګه له شیک او د ورځې د موډ له طراحۍ څخه برخمن دی. د دغه ساعت فلزي بدنه چې په لاس سره ځلا ورکړل شوې او د سراميکي پوښ په لرلو سره ځلانده او روښانه محصول وړاندې کوي. دغه محصول په خاورینو خاکي، تور وزمه شنو، او ګلابي وزمه طلایي رنګونو کې موجود دی، او متنوع سټایلي ترجېحات پوره کوي. د چرمي او سیليکاني بند د ګزینو په لرلو سره، دغه ساعت د ورځنۍ استفادې یا ورزشونو لپاره په زړه پورې محصول دی.

    Mibro Lite3 Pro به د 2024 کال له جولای څخه د نړۍ په کچه د پېر لپاره موجود وي.

    د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ https://www.mibrofit.com/ ته مراجعه وکړئ، یا یې پر فېسبوک او انسټاګرام باندې تعقیب کړئ. د سوداګریزو پوښتنو او غوښتنو لپاره مهرباني وکړئ د business@mibrofit.com برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.

    اړیکه: pr@mibrofit.com

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    تازه ترین خبرونه
    خبرونه

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    ناګکو، چین / AsiaWire.IO / – د شینهوا خبري اژانس په وینا، د پنجشنبې په…

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    افریقایي سیمې د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د سکرینینګ ستراتیژیو غوره کولو ته وهڅول شوې

    اکتوبر 22, 2026

    شیخ خالد په اتن کې د یونان رسمي سفر پیل کړ

    اکتوبر 22, 2026

    د سویلي کوریا د سیمیکمډکټر سکتور د اکتوبر په لومړیو کې د صادراتو وده کې د 222.5٪ زیاتوالي سره مخکښ دی

    اکتوبر 22, 2026

    ترکیه د ۲۰۲۷ کال لپاره د سیاحت د عوایدو هدف ۷۰ ملیارد ډالرو ته ټاکي، د سکتور تمویل زیاتولو سره

    اکتوبر 21, 2026
    © 2022 Lahore Update | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.