Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Lahore UpdateLahore Update
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Lahore UpdateLahore Update
    کور » د XJTLU نړيوال ښوونیز فورم سفیرانو او متخصصینو ته د مشارکت فرصت چمتو کوي
    PR Newswire

    د XJTLU نړيوال ښوونیز فورم سفیرانو او متخصصینو ته د مشارکت فرصت چمتو کوي

    نوومبر 4, 2023
    Facebook Twitter Pinterest LinkedIn Tumblr Reddit WhatsApp Email

    سوژو، چين، نوېمبر 3، 2023 /PRNewswire/ — د XJTLU د 2023 کال د ښوونې نړيوال فورم د نوېمبر میاشتې په 2 نېټه په ژیان جیاوتونګ – لیورپول پوهنتون کې ترسره شو چې د اوو هېوادونو په استازیتوب د 11 سفارتونو چارواکو او استازو برخه پکې اخیستې وه. هېوادونه او سازمانونه (د الف با په ترتیب سره تنظیم شوو وو): په شانګهای کې د برتانیا قونسلګري، د لیسوتو سلطنت، د اندونیزیا جمهوریت، د مالاوي جمهوریت، د نامیبیا جمهوریت، د زیمبابوې جمهوریت، او د تای شاهي سفارت.

    په یوه ګردی مېز کې، د سفارت چارواکو او استازو په بهر کې د زده کړې د پروګرامونو د اهمیت په اړه معلومات تبادله کړل.

    په چین کې د مالوي سفیر الان چنتیدزا په نړیواله همکارۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: “تاسو کولی شئ په ملي کچه فکر وکړئ، مګر تاسو باید په نړیواله کچه عمل وکړئ ځکه چې په نړیواله کچه، موږ ټول ګډ مسؤلیت لرو.”

    تومیلو موزیمي، د لیسوتو سلطنت په سفارت کې وزیر مشاور وویل: “د انفرادي زده کونکو لپاره، له خپلو هیوادونو څخه د باندې زده کړې د کلتوري اړیکو، سازګارۍ، او خپلواک فکر کولو مهارتونو ته پراختیا ورکوي.”

    پیډزیسای پیټر میویرا، د زیمبابوې جمهوریت په سفارت کې د وزیر مشاور څرګنده کړه: “په بهر کې زده کړې  نه یوازې زده کونکو ته د مسلکي پرمختګ فرصت ورکوي؛ بلکه هغوی ته اجازه ورکوي چې بېلابېلو کلتورونو ته ننځوي.”

    د اندونيزيا په سفارت کې د پوهنې او کلتور اتشه يوديل چاتم وويل: “زه غواړم د اندونيزيا خلکو ته بلنه ورکړم چې په چين کې د زده کړو فرصتونه په پام کې ونيسي. دغه فرصتونه به نه يوازې د روښانه مسلک لپاره دروازې پرانيزي، بلکې ستاسو کلتور او د ژبې تجربې به هم پیاوړې کړي.”

    نګیهپاوالی مایکل هاموکویا، د نمیبیا د سفارت سیاسي، اقتصادي او حقوقي سکرتر څرګنده کړه: “زموږ سفارت د چین او نورو هیوادونو له بیلابیلو بنسټونو سره د تماس له لارې او د ګډې همکارۍ د پراختیا په موخه په عامه ډیپلوماسۍ او د نوو لارو په موندلو باندې په تمرکز سره د زده کړې د نړیوال کولو په برخه کې مرسته کوي.”

    په شانګهای کې د برتانیې په قونسلګرۍ کې قونسل (کلتور او تعلیم) کاترین سنکلیر جونز وویل: “ګه چېرې په دقت سره وګورو کولای شو دا تایید کړو چې XJTLU څنګه د مصنوعي ځیرکتیا او کاري وړتیا په شان ځینو هغو نړیوالو ننګونو ته چې موږ يې د نړیوالې زده کړې په شاوخوا کې وینو، ځواب وایي. له XJTLU څخه لیدنه او پرېزېنټېشن او بحث ته غوږ نیول له شک پرته یوه مثبته تجربه وه.”

    د ښوونې نړیوال فورم د 2023 کال د XJTLU د نړیوالو همکارانو د لوی فورم برخه وه، چې د اکتوبر له 30 څخه د نوېمبر تر 2مې نېټې پورې ترسره شوه چې له 50 څه د ډېرو هیوادونو تر 500 ډېرو لیدونکو برخه پکې اخيستې وه. په دې پیښه کې د پوهنتون او لابراتوار سفرونه، د دندې نړیوال نندارتون، د پروګرام پیژندنه، او له XJTLU متشبث کالج (تایکانګ) څخه لیدنه شامله وه.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2265748/ambassadors.jpg

     اړیکه: تامارا کوپ، tamara.kaup@xjtlu.edu.cn

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    تازه ترین خبرونه
    روغتیا

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    جینیوا، سویس / AfricaWire.IO / – د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په…

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    افریقایي سیمې د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د سکرینینګ ستراتیژیو غوره کولو ته وهڅول شوې

    اکتوبر 22, 2026

    شیخ خالد په اتن کې د یونان رسمي سفر پیل کړ

    اکتوبر 22, 2026
    © 2022 Lahore Update | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.