Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Lahore UpdateLahore Update
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Lahore UpdateLahore Update
    کور » لومړنی BRST له 180 څخه د ډېرو هېوادونو پام دې اړوي چې د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې ګډې همکارۍ پراخه کړي
    PR Newswire

    لومړنی BRST له 180 څخه د ډېرو هېوادونو پام دې اړوي چې د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې ګډې همکارۍ پراخه کړي

    نوومبر 8, 2023
    Facebook Twitter Pinterest LinkedIn Tumblr Reddit WhatsApp Email

    چونګ کېنګ، چین، نوېمبر 7، 2023 /PRNewswire/ — له iChongqing څخه خبري راپور – د ساینس او تکنالوژۍ د تبادلې په اړه د یوه کمربند او یوې لارې لومړنی کنفرانس (BRST) د نوېمبر میاشتې په 6مه نېټه “د ټولو لپاره د نوښت او پراختیالپاره یوځای” تر سرلیک لاندې د چين په جنوب غرب کې د چونګ کېنګ په ښاروالۍ کې پرانيستل شو.

    د چین رييس جمهور شي جېن پېنګ د BRST لومړني کنفرانس ته د مبارکۍ لیک واستاوه. نوموړي په خپل لیک کې د شېن هواد راپور په اساس څرګنده کړې چې د نړيوالې همکارۍ لپاره د یوه کمربند او یوې لارې درېیم فورم په بریالیتوب سره ترسره شوی دی، چې د یوه کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) لپاره یې د با کیفیته پراختیا نوی پړاو پیل کړی چې علمي او تکنالوژیکي همکارۍ یې مهمه برخه ګڼل کېږي، د

    په دغه کنفرانس کې له 80 څخه له ډېرو هېوادونو څخه تر 300 ډېرو نړيوالو مېلمنو برخه اخيستې وه، چې د نړیوالو جایزو ګټونکي، بهرنۍ اکادميکې څېرې، متخصصين، پوهان، او د مشهورو بهرنیو پوهنتونونو مشران پکې شاملېږي. په دغه پېښه کې د 500 محلي متخصصينو، پوهانو، او سوداګریزو مشرانو په ګډون 800 ګډونوالو برخه اخيستې وه.

    په دغه کنفرانس کې د ساینس او تکنالوژۍ د نړيوالې همکارۍ ابتکار نشر شو، چې د ساینس او تکنالوژۍ د نړیوالې همکارۍ له مفهوم څخه چې پرانېستی، عادلانه، منصفانه او غیر تبعیضی دی، ملاتړ کوي او عملي کوي یې، او په ګډ کار کوي ترڅو د ساینس او تکنالوژۍ نړيواله ټولنه رامنځ ته کړي.

    همدارنګه د چينګدو چونګ کېنګ په سيمه کې د يو کمربند او يوې لارې د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښت همکارۍ زون د جوړولو کار پيل شو، او ورسره د یوه کمربند او يوې لارې د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښت د ځانګړي همکارۍ پلان او د ورېښمو د لارې د نوښت راپور خپور شو.

    د لومړني BRST په اصلي وینا کې، د فکري مالکیت د نړيوال سازمان ارشد اقتصاد پوه، کارسټېن فېنک د نړيوال نوښت د 2023 کال شاخص د ساینس او تکنالوژۍ د برخې 100 غوره کلسټرونه خپاره کړل. د بيجېنګ، شانګ های او سوژو په ګډون په 10 غوره ښارونو کې بېلابېل چینايي ښارونه شامل وو، چې د نړۍ په کچه د یادو ښارونو د نوښت کچه او اغېز څرګندوي.

    د فزیک په برخه کې د 2010 کال د نوبل جایزې ګټونکي کانسټنټین نووسلوف څرګنده کړه چې د سینګاپور د ملي پوهنتون (NUS) د (چونګ کینګ) څیړنیز انسټیټیوټ په ګډې همکارۍ سره، د هغه ټیم د ګرافین په تولید باندې په ژور تمرکز سره د دې برخې د څېړنې په حال کې دی. نوموړی د یوې داسې راتلونکې وړاندوینه کوي چې د معلوماتو په راټولولو کې متخصص روبوټونه به د ماشيني زده کړې لپاره پراخه ډیټاسیټونه رامینځته کړي، او په ځانګړې توګه د موادو ساینس ته پراختیا ورکړي.

    سږ د BRI 10 مه کلیزه ده. په تېره لسیزه کې د ساینسي او تکنالوژيکي همکارۍ مېکانېزم ژور و، د څېړونکو تبادلې ډېرې تکراري وې، او د ساینسي او تکنالوژیکي همکاریو لاسته راوړنې په لوړه کچه ګټورې وې، ژانګ ګوانګ جون، د ساینس او تکنالوژۍ معین د اوکتوبر په 30 نېټه وویل.

    د ډېرو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ:

    https://www.ichongqing.info/special/belt-and-road-conference-on-science-and-technology-exchange/

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2268534/image_1.jpg

    اړيکه: caoxy@ichongqing.info

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    تازه ترین خبرونه
    روغتیا

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د څارنې د لا قوي کولو غوښتنه کوي

    اکتوبر 24, 2026

    جینیوا، سویس / AfricaWire.IO / – د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په…

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    افریقایي سیمې د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د سکرینینګ ستراتیژیو غوره کولو ته وهڅول شوې

    اکتوبر 22, 2026

    شیخ خالد په اتن کې د یونان رسمي سفر پیل کړ

    اکتوبر 22, 2026
    © 2022 Lahore Update | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.